د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د کرونا ویروس له خطر سره له افغانستان د سرتېرو وتل ادامه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر هل مخې نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي، د ټول پوځ او د دوی د کورنیو پر سفرونو یې بندیز لګولی دی خو له افغانستان د سرتېرو ایستل استثنا دی.
د مارک ایسپر په خبره له افغانستان به د سولې له هوکړې سره سم د سرتېرو ایستل ادامه لري پاتې د امریکا د پوځ پر ټولو سفرونو بندیز لګېدلی دی.
د امریکا دفاع وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د راپورونو له مخې تر دې دمه ۲۲۷ امریکایي عسکرو د کرونا ویروس ازمویښت مثبت ثابت شوی دی.
ایسپېر د ټولو نظامي تمریناتو د لغوه کولو خبره هم کړې ده، خو وایي د امریکا د ملي امنیت د تامین چاره به په نورماله توګه روانه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل