د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نړۍ پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون له پوتین سره پر تلیفون په نړۍ کې پر روان سیاسي وضعیت او دغه راز له کرونا ویروس سره پر مبارزه خبرې کړې دي.
سپینه ماڼۍ وایي دواړو لورو موافقه کړې چې د کرونا ضد مبارزې په برخه کې به له نږدې کار کوي او همدا راز هڅه کوي ددغه ویروس په له منځه وړلو او مخنیوي کې همکاري ولري.
دوی دواړو همدا راز د انرژۍ د مارکېټونو پر روان وضعیت هم خبرې کړې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې په دغه مارکېټ کې د ثبات ساتلو په برخه کې هم سره همکاري کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل