۰

بایډن د افغانستان د شتمنۍ کابو نیمايي د سپټمبر پېښې قربانیانو ته ورکوي

شنبی ۲۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۷
د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ په اړه پرېکړه اعلان کړې او له دغه شتمنۍ یې ۷ میلیارده ډالر آزاد کړي دي.
بایډن د افغانستان د شتمنۍ کابو نیمايي د سپټمبر پېښې قربانیانو ته ورکوي
د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ په اړه پرېکړه اعلان کړې او له دغه شتمنۍ یې ۷ میلیارده ډالر آزاد کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن پرون جمعه د سلواغې ۲۲مه  یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازادېږي خو، ټوله به افغانستان ته نه سپارل کېږي.

د پرېکړې له مخې د افغانستان له شاوخوا ۷ میلیاردو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ نیمایي یې افغانستان ته او نیمایي نوره یې چې ۳،۵ میلیارده ډالر کېږي د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته ورکول کېږي.

د بايډن د دغه اجرایوي فرمان له مخې به د افغانستان د خلکو شتمني پر امریکايي وګړو وېشل کېږي.

افغانستان ټولټال شاوخوا ۹ میلیارده کنګل شوې شتمني په نړیوالو بانکونو کې لرله، چې له دې ډلې اووه میلیارده ډالر یې په امریکا کې وه.

دوه میلیارده ډالره نوره شتمني د متحده عربي اماراتو او برېټانیا په بانکونو کې ده چې ښایي دوی هم له امریکا په تقلید په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کاابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي