۰
عادله راز:

ملګري ملتونه دې د سولې او اوربند په تامین کې همکاري وکړي

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۲
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي، ښکېل اړخونه دې د ملګرو ملتونو له غوښتنې سره سم په افغانستان کې اوربند وکړي
ملګري ملتونه دې د سولې او اوربند په تامین کې همکاري وکړي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي، ښکېل اړخونه دې د ملګرو ملتونو له غوښتنې سره سم په افغانستان کې اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن راز ویلي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په نړۍ کې پر ټولو ښکېلو لورو غږ کړی دی چې له کرونا سره د مبارزې په موخه باید اوربند وکړي نو په افغانستان کې هم ښکېلو اړخونو ته په کار ده چې دغه سپارښتنې ته پاملرنه وکړي.

نوموړې په خپلو خبرو کې ویلي طالبان دې هم له جګړو لاس واخلي، اوربند دې وکړي او په دې توګه دې په افغانستان کې د کرونا ضد مبارزه کې له خپلو خلکو سره همکاري وکړي.

مېرمن د ملګرو ملتونو پر نړیواله اداره هم غږ کړی چې طالبان اوربند ته اړباسي او په افغانستان کې د جګړو په پای ته رسولو کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي