۰

عادله راز واشنګټن کې د افغانستان سفیره شوه

سی شنبه ۵ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۲
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په امریکا کې د افغانستان د سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.
عادله راز واشنګټن کې د افغانستان سفیره شوه
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په امریکا کې د افغانستان د سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشنګټن کې افغان سفارت نن سه شنبې د زمري ۵ مه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې مېرمن راز نن رسمآ خپل کار پیل کړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، مېرمن عادلې راز نن په رسمي توګه په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نوې ټاکل شوې سفیرې په توګه خپله لومړۍ کاري ورځ پیل کړه.

سرچینې زیاته کړې د سفارت او د قونسلګرۍ څانګې له ډيپلوماټانو او سیمه ایز کارکوونکو سره په کتنه کې، پر ګډ کار او هغه مهم مسؤلیت چې سفارت یې پدې حساس وخت کې ترسره کوي، ټینګار وکړ.
 
د یادونې ده، چې عادله راز تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې وه او تر دې وړاندې رویا رحماني په واشنګتن کې د افغانستان سفیره وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي