په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي وایي، محمد ولي نعیمي په دې سازمان کې د افغانستان دایمي استازي په توګه دنده پیل کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ دفتر نن چهارشنبه د سلواغې ۲۰ مه په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، ښاغلی نعیمي د روغتیایي ستونزو له کبله نه و توانېدلی چې خپله دنده پر وخت پیل کړي، خو اوس یې روغتیا ښه شوې او د افغانستان د دایمي استازولۍ د سرپرست په توګه یې خپله دنده پیل کړې ده.
پر دې څوکۍ نانندرۍ وروسته له هغې پیل شوې چې د افغانستان پخواني دایمي استازي غلام اسحاقزي د تېر کال دسمبر میاشت کې له خپلې دندې استعفا وکړه.
د نوموړي تر استعفا وروسته محمد ولي نعیمي وټاکل شو، خو د روغتیايي وضعیت له کبله ونهتوانېد دندې ته حاضر شي او پر ځای یې نصیر احمد فایق ځایناستی وټاکل شو.
په ورته مهال ښاغلی نصیر احمد فایق بیا ادعا کوي، چې د پخواني حکومت ځینې مفسد چارواکي یې پر ضد توطیې جوړې کړي دي.
ښاغلي فایق په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي وو، چې د پخواني نظام یو شمېر په فساد ککړو چارواکو هڅې پیل کړي چې د ده د عدالت او حق غوښتنې غږ ټپ کړي.
بلخوا د افغانستان پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر په یوه لیک د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېرش څخه غوښتل شوي وو، چې باید د ښاغلي فایق پر ځای محمد ولي نعیمي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي په توګه ومني.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سه شنبه ناوخته خپله اعلامیه کې د نصیر احمد فایق ادعاوې رد کړي او وایي، دا ډول څرګندونې یوازې د افغانستان او د جمهوریت دوښمنانو ته ګټه رسوي.
جمهورخبري آژانس:کابل