۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي کرونا مړ کړی

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۵
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تایید کړې، چې د دغه وزارت ګڼ کارکوونکي د کرونا په ویروس اخته شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي کرونا مړ کړی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تایید کړې، چې د دغه وزارت ګڼ کارکوونکي د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو دا هم ویلي، چې د کرونا له امله د دغه وزارت یو لوړ پوړی چارواکی هم مړ شوی دی.

نوموړي د دغه چارواکي نوم نه دی اخیستی خو وايي، د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یو لوړ پوړی چارواکی وو.

پمپیو ویلي، په دې وزارت کې د ګڼو کارکوونکو د کرونا ازمویښت مثبت و، خو دغه شمېره یې هم نه ده مشخصه کړې.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په بهرنیو چارو وزارت کې د لسګونه کسانو د سمپلونو اخیستل پیل شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا په دفاع وزارت کې هم د سلګونو نظامي او ملکي کارکوونکو د کرونا ناورغي مثبت به وه.

په امریکا کې دا هم د کرونا ویروس له امله تر دې دمه ۱۸۸۵۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۳۸۸۹ کسه یې په دغه هېواد کې مړه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي