کورنیو چارو وزارت وايي، په خوست ولایت کې د حقاني شبکې پر وسله والو د خپل ماین چاودنه شوې او ۷ تنه یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادو وزارت نن شنبې د وري ۱۶مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون د خوست ولایت د صبري ولسوالۍ په لیوانخېل کلي کې رامنځ ته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه وسله والو غوښتل، چې په یاده سیمه کې د سړک د غاړې ماین ځای پر ځای کړي، خو خپله یې پر دوی چاودنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي، چې په چاودنه کې د حقاني شبکې درې غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، د پېښې ټپیان اوس مهال د امنیتي ځواکونو تر څار او درملنې لاندې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل