۰

طالبان: امریکایان له کړې هوکړې سرغړونه کوي

یکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۱:۱۹
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، په داسې حال کې، چې دوی د امریکا سره کړې هوکړې ته ژمن دي خو مقابل لوری له هوکړې سرغړونه کوي.
طالبان: امریکایان له کړې هوکړې سرغړونه کوي
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، په داسې حال کې، چې دوی د امریکا سره کړې هوکړې ته ژمن دي خو مقابل لوری له هوکړې سرغړونه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د امریکا سره د سولې تړون ته ژمن دي او دا هغه څه دي چې خپله امریکایانو هم منلي دي.

اعلامیه وایي، طالبانو په ځلونو له افغان لوري سره خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی ترڅو په هیواد کې یوې تلپاتې حل او تلپاتې سولې ته ورسیږي، خو د دې لپاره شرط دا و چې لومړی ۵ زره طالب بندیان خوشې شي چې دا کار لا هم په بهانو ځنډول کېږي.

طالبانو ویلي، دوی له امریکا سره هوکړه کړې وه چې د توافقنامې له امضا وروسته به د افغان حکومت په ټولو اډو او کلیوالي سیمو کې بریدونه پیل کړي، خو دوی لا هم په لویو ښارونو کوم برید نه دی کړی او نه یې په لویه کچه نظامي عملیات ترسره کړي، خو امریکا او متحدینو یې بیا له هوکړې سرپیچي پیل کړې ده.

طالبانو د بندیانو نه خوشې کول، د طالبانو په مرکزونو بریدونه، شپني عملیاتو دوام، ملکي بمبارۍ له هوکړې سرغړونه یاده کړې، خوثبوت یې نه دی وړاندې کړی.

اعلامیه کې د طالبانو له قوله راغلي« موږ امریکایانو څخه په کلکه غواړو چې د تړون شرایط پلي کړي او د دوی نور همکاران د تړون له بشپړې څارنې څخه خبر کړي.»

طالبانو همدا راز خبرداری ورکړی چې د بریدونو په دوام شاید دوی هم اړ شي چې غچ واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي