۰

ملي امنیت ځواکونو هلمند کې د طالبانو په یوه مرکز برید کړی

شنبی ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۶
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د دوی ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه مرکز برید کړی او د هغوی د ځانمرګو بریدونو مسوول یې وژلی دی.
ملي امنیت ځواکونو هلمند کې د طالبانو په یوه مرکز برید کړی
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د دوی ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه مرکز برید کړی او د هغوی د ځانمرګو بریدونو مسوول یې وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې د طالبانو په مرکز کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بریدونو مسوول مولوي شریف وژل شوی او څلور نور وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په عملیاتو کې له چاوېدونکې توکو ډک یو موټر، شپږ عرادې موټرسایکلونه، پنځه ډزه د راکټ مرمۍ، ۵۰۰ کیلوګرامه چاوېدونکي توکي، سل کیلوګرامه تریاک، پنځه کړۍ ماینونه، او لسګونه نور مهمات او وسلې تر لاسه شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي