۰

طالبان: له بهرنیو سره ژباړونکو ته څه نه وایو، هېواد د نه پرېږدي

دوشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۴
وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې هغه کسانو ته چې له بهرنیو ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه دنده تر سره کوي د امنیت ډاډ ورکړی دی.
طالبان: له بهرنیو سره ژباړونکو ته څه نه وایو، هېواد د نه پرېږدي
وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې هغه کسانو ته چې له بهرنیو ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه دنده تر سره کوي د امنیت ډاډ ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو په دغه اعلامیه کې چې نن دوشنبې د غبرګولي ۱۷ مه خپره شوې ویلي د دوی له لوري ژباړونکو ته کوم ګواښ نه پېښږي، نو ځکه ترې غواړي، چې هېواد پرېنږدي.

په اعلامیه کې ویل شوي ژباړونکي او نور هغه کسان چې له بهرنیو سره یې د ساتونکو په توګه دنده تر سره کړې له هېواد د فرار پر ځای کلی شي خپل عادي ژوند ته راوګرځي او په خپلو تخصصي رشتو کې هېواد ته خدمت وکړي.
 
طالبانو ویلي دوی هغه وخت د بهرنیو همکار افغانان خپل دښمنان بلل چې مستقیمآ د دښمن په صف کې ولاړ خو اوس که دوی له بهرنیو سره خپلو دندو ته دوام ورنه کړي، نو د طالبانو له خوا به کوم ګواښ ورته پېښ نه شي.

اعلامیه کې ویل شوي«دوی ته به هېڅ ډول ستونزه جوړه نه شي، دوی باید وېره ونه لری او خپل آرام ژوند ته په خپل هېواد کې دوام ورکړي.»

طالبانو دغه کسانو ته خطاب کې ویلي چې تاسو د بهرنیو په حضور کې دوګه شوي وی، نو ځکه باید پښماني وکړي او په راتلونکې کې داسې کوم کار چې د اسلام او هېواد په زیان وي اختیار نه کړی.

وسله وال طالبان دغه اعلامیه پر داسې مهال ورکوي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د هغه افغانانو وتل هم ګړندي شوي، چې له دغه ځواکونو سره یې په یوه او بل نوم کار کولو.

امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو هم ویلي، چې له دوی سره د ژپاړونکو او نورو کارکوونکو ژوند له خطر سره مخ دی نو ځکه دوی غواړي دغه افغانان وباسي او د ایستلو لړۍ یې چټکه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي