۰
طالبان د پنجشېر خلکو ته!

مشرانو مو له جګړې راوګرځوی او په خبرو مساله حل کړۍ

چهارشنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۶
طالبانو په یوه غږېز پیغام کې د پنجشر پر خلکو غږ کړی، چې خپل مشران له جګړې راوګرځوي او ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
مشرانو مو له جګړې راوګرځوی او په خبرو مساله حل کړۍ
طالبانو په یوه غږېز پیغام کې د پنجشر پر خلکو غږ کړی، چې خپل مشران له جګړې راوګرځوي او ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غږ د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي امیرخان متقي نن چهارشنبې د وږي ۱۰ مه د پنجشېر په خلکو کړی دی.

نوموړي ویلي، دوی ډېره هڅه وکړه، چې د پنجشېر ستونزه حل کړي خو نتیجه یې ورنه کړه، نو ځکه له خلکو غواړي، چې خپل مشرانو ته قناعت ورکړي، چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړی.
 
ښاغلي متقي زیاته کړې«موږ ډېرې هڅې وکړې، چې د پنجشېر موضوع د خبرو اترو له لارې حل کړو، د پنجشېر د یو شمېر دیني عالمانو سره مو چاریکارو کې مذاکرات وکړل، خو په خواشنۍ پایله یې ورنه کړه، موږ اوس هم هڅه ک، چې جګړه ونه شي او ستونزه په خبرو او ارامۍ حل شي.»

د یادونې ده، چې د کابل له نیولو وروسته د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود او د مخکني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو پر ضد پنجشېر کې جبهه جوړه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي