۰

افغانستان کې د کرونا پېښې ۳۶۷ ته ورسېدلې، او لومړنۍ ډاکتر ترې مړشو

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۲
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶۷ تنو ته رسېدلی دی.
افغانستان کې د کرونا پېښې ۳۶۷ ته ورسېدلې، او لومړنۍ ډاکتر ترې مړشو
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶۷ تنو ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار نن دوشنبې د وري ۱۸ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په تېرو څلوروېشت ساعتونو کې د کرونا ۳۰ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تازه پېښې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ثبت شوې او په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۶۷ تنو ته ورسېده.

دی وايي،۳۰ پېښو څخه یې ۱۶ په هرات، ۶ په کابل، ۳ په نیمروز، ۲ په کندوز، ۲ په فاریاب او یوه په دایکنډي کې ثبت شوې ده.

د یادونې ده، چې تر اوسه پورې له دغه ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۹ تنو او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۷ تنو ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې ویل کېږي د کرونا ویروس له امله لومړني افغان ډاکتر حنیف الله حنیف وال هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی خو د عامې  روغتیا وزارت تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي