۰
افغان حکومت:

طالبانو ته د سولې د خبرو د نه کولو هېڅ پلمه او دلیل نه دی پاتې

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۳۶
افغان حکومت وايي، طالبانو ته نور هېڅ پلمه او دلیل نه دی پاتې چې د افغانستان له دولت سره د سولې مذاکراتو کې ځنډ و خنډ راولي.
طالبانو ته د سولې د خبرو د نه کولو هېڅ پلمه او دلیل نه دی پاتې
افغان حکومت وايي، طالبانو ته نور هېڅ پلمه او دلیل نه دی پاتې چې د افغانستان له دولت سره د سولې مذاکراتو کې ځنډ و خنډ راولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن سه شنبې د وري ۱۹ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، که طالبان سولې  ته رښتیا ژمن وي نو هغه هوکړه یې چې کړې باید پلمې ورته ونه لټوي.

نوموړي ویلي«طالبانو ته نور هېڅ دلیل نه دی پاتې، چې له افغانستان دولت سره د سولې مذاکرات وځنډوي.»

د ولسمشر ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغان دولت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې ټول اړوند اقدامات تر سره کړي دي.

صدیقي دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې طالبانو په افغان حکومت تور پورې کړي، چې د زندانیانو په نه خلاصون سره د سولې  پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ویلي و، د دوی هغه پلاوی، چې کابل ته د زندانیانو د خلاصون لپاره تللی و نور به له افغان حکومت سره په دې اړه خبرې ونه کړي.

نوموړي ویلي و، چې د هوکړې سره سم د زندانیانو د خلاصون لړۍ باید د مارچ له ۳۱ مې سره سم پیل شوې وای، خو افغان حکومت تر اوسه کوم اقدام نه دی دی.

خو د شاهین دې خبرو ته په غبرګون کې  د ولسمشر غني د عامه او ستراتېژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر وايي، له ضمانت پرته به طالب زندانیان خوشي نه شي.

ښاغلي عمر نن سې شنبې د وري ۱۹ مه کابل کې د خبري ناستې  پر مهال و ویل، د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه د حکومت دریځ روښانه دی او د سولې د مذاکراتو برخه ‌یې بولي.

د ولسمشر سلاکار یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغان حکومت د زندانیانو خوشي کولو او د سولې خبرو ته چمتو او ټول اړوند کارونه یې تر سره کړي، خو په وینا یې طالبان دې هم د انعطاف لپاره یو قدم راواخلي.

هغه و ویل«موږ د زندانیانو ازادېدل او تبادله د مذاکراتو برخه بولو، طالبان دې هم یو قدام راواخلي، چمتو یوو چې خبرې وکړو، دا پروسه لوړې ژورې لري، دا چې ویل کېږي په ۱۰ ورځو کې دې زندانیان ازادي شي، له قید او شرط پرته دې ازاد شي طبعاً چې داسې نه‌ کېږي.»

ښاغلی عمر زیاتوي له معمول سره سم په دا ډول مذاکراتو کې فضا دا شان وي چې ځینې وخت مقابل لوری ناراضه کېږي او مخالف دریځ نیسي، خو وروسته بیا هر څه بېرته سمېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سیمه ییزې ادارې مشر او د طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بیګ ویلي و، طالبان د هغه قوماندانو خلاصون هم غواړي، چې په لویو بریدونو او جنایتونو کې لاس لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي