وسله والو طالبانو کابل ته د خپلو زندانیانو د خلاصون په اړه رالېږلی درې کسیزه پلاوی بېرته ورغوښتی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه ټوېټ کې ویلي، د لاسلیک شوې هوکړې په اساس باید طالب بندیان لا وخته خوشې شوي او افغاني مذاکراتو ته لاره هواره شوې وای.
خو په وینا یې اړوند لوری د بندیانو خلاصون پروسه په لوی لاس ځنډوي او د سولې له توافقنامې سرغړونه کوي، نو ځکه یې خپل تخنیکي ټیم بېرته ورغوښتی دی.
د یادونې ده، چې طالبانو تېره اوونۍ یو درې کسیزه پلاوی کابل ته راولېږه تر څو د خپلو بندیانو د خلاصون په اړه د افغان حکومت سره خبرې وکړي.
خو له دوه ځلي لیدونو وروسته کومې پایلې ته ونه رسېدل او طالبانو دوه ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې نور به یې تخنیکي ټیم د افغان حکومت سره خبرې ونه کړي.
طالبانو تور پورې کړی، چې افغان حکومت په لوی لاس د زندانیانو د خلاصون په برخه کې خنډونه رامنځ ته کوي، خو افغان حکومت یې دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.
افغان حکومت وايي، دوی د بندیانو خلاصون، د سولې مذاکراتو او سولې ته بشپړ چمتو دي او په دې برخه کې یې ټول اقدامات تر سره کړي.
خو په وینا یې طالبان د سولې ته ژمن نه دي، عملي اقدامات نه کوي او د سولې په اړه پلمې لټوي.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پرون په خپل ټوېټر لیکلي وو، چې افغان حکومت د سولې لپاره ټول اقدامات کړي او طالبانو ته اوس د خبرو د نه کولو هېڅ پلمه او دلیل نه دی پاتي.
له دې وړاندې په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر ویلي و، چې افغان حکومت به له قید و شرط پرته هېڅ طالب زنداني خلاص نه کړي.
تر عمر وړاندې بیا د سیمه ییزه ارګانونو ادارې مشر او د طالبانو سره د مذاکراتي ټیم غړي عبدالمتین بیګ ویلي و، طالبان د هغه قوماندانانو خلاصون هم غواړي، چې په لویو بریدونو او جنایتونو کې یې لاس درلود.
جمهورخبري آژانس:کابل