۰

د عامې روغتیا وزیر: یو میلیون محافظتي کېټونو ته سمدستي اړتیا لرو

پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۲
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، وزارت یې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له یو میلیون ډېرو محافظتي کېټونو ته اړتیا لري.
د عامې روغتیا وزیر: یو میلیون محافظتي کېټونو ته سمدستي اړتیا لرو
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، وزارت یې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له یو میلیون ډېرو محافظتي کېټونو ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي فیروز چې نن پنشنبې د وري ۲۱ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال خبرې کولې و ویل، دغه ۵۴ لېټره اېتانول (مکروب ضد) مایع ته هم اړتیا ده، خو په وینا یې له هېواده بهر د دغه توکو برابرول امکان نه لري.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم چې له سل زره جوړو ډېر محافظتي کېټونه یې وارد کړي، خو کافي نه دي او عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې دغه طبي توکي په هېواد کې د ننه برابر کړي.

ښاغلي فیروز و ویل، دوی هڅه کوي، د کورنیو تولید کوونکو په مرسته په کور د ننه یوه تولیدي فابریکه جوړه کړي.

د فېروز په خبره چې تر راتلونکو دریو ورځو پورې به ددغه فابریکې د جوړولو کار پیل شي چې په یوه ورځ کې به د لس زره چپنو او ماسکونو جوړولو وړتیا ولري.

د عامې روغتیا وزیر وایي، دغه توکي به د ډاکټرانو او هغه کسانو په واک کې ورکړل شي، چې پر کرونا ناروغۍ له اخته کسانو سره سروکار لري.

دی زیاتوي، چې د اېتانول مایع د تولید کار به هم ژر پیل شي او له دې مایع څخه د لاسونو او سطحو د پاکولو لپاره کار اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۴۸۴ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې د کرونا ۴۰ نورې مثبې پېښې هم ثبت شوې دي چې له دې ډلې یوازې ۹ یې په کندهار ولایت کې دي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه په هېواد کې د کرونا له امله ۱۵کسه مړه شوي او ۳۲ نور بېرته ترې روغ شوي هم دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي