۰
ملګري ملتونه:

هڅه کوو په افغانستان کې هم د یمن په شان اوربند وشي

دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
ملګري ملتونه وايي، دوی هڅه کوي، چې د یمن په څېر په افغانستان کې هم د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ اوربند رامنځ ته شي.
هڅه کوو په افغانستان کې هم د یمن په شان اوربند وشي
ملګري ملتونه وايي، دوی هڅه کوي، چې د یمن په څېر په افغانستان کې هم د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ اوربند رامنځ ته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریش دغه څرګندونې پرون یکشنبې د وري ۲۴ مه د افغانستان او یمن په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره په تلېفوني خبرو کې کړې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتریش په دغه تلېفوني مکالمه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

ښاغلي ګوتریش زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو په هڅو یمن کې اوربند رامنځ ته شو او اوس هڅه کوي چې په افغانستان کې هم په دې بحراني شرایطو کې اوربند رامنځ ته کړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې ملګري ملتونه د افغانستان د سولې لپاره هڅه کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپلو خبرو کې په سوله کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم مهمه بللې ده.

په ورته وخت د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم ویلي چې افغان جګړه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده.

د یادونې  ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوواد ظریف دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره هم په تلېفوني خبرو کې کړې دي.

ظریف په افغانستان ته کې روان سیاسي وضعیت ته په کتو ویلي، افغان سیاسیونو ته په کار ده چې په دې سختو شرایطو کې سره متحد شي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان کې د کرونا له پراختیا سره همهاله امنیتي او سیاسي ستونزې یو نوی بحران جوړولی شي نو افغان سیاستوالو ته په کار ده چې په دې حساسو شرایطو کې سره یو لاس شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي