۰

خلیلزاد او مېلر د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي دي

سی شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۵۲
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.
خلیلزاد او مېلر د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي دي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد او مېلر پرون په قطر کې د طالبانو له استازو سره تر لیدنې وروسته نن سه شنبې د وري ۲۶ مه د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي دي.

د پاکستاني رسنیو له مخې  خلیلزاد او مېلر د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره د افغانسولې په روانو خبرو بحث کړی دی.

راپورونه وايي، د پاکستان نظامي مشرانو د امریکا له هڅو نه خپل ملاتړ یوځل بیا تکرار کړ او په خپله ژمنه یې ټینګار وکړ چې جګړې ته د یو سیاسي جوړجاړي زمینه سازۍ کې به خپل رول ادا کړي.

خلیلزاد په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی چې تېره شپه یې په قطر کې له طالب مشرانو سره هم د قطر د بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر د مرستیال او جنرال سکاټ میلر په حضور کې لیدنه کړې ده.

که څه هم د دغه خبرو جزیات تراوسه نه دي په ډاکه شوي، خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټوېټ کې ویلي، ملا برادر له خلیلزاد او مېلر سره د سولې د شوې هوکړې د سرغړونو او عملي کېدو په اړه خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي