۰

خلیلزاد بیا پر مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني تورونه پورې کړي

دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۲
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني ګڼ تورونه پورې کړې دي.
خلیلزاد بیا پر مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني تورونه پورې کړي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني ګڼ تورونه پورې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان پخوانی حکومت د امریکا پر نه وتلو ډاډه و.

خلیلزاد تور پورې کړي، چې غني ځکه د سولې خبرو ته غاړه نه اېښوده، چې په باور یې امریکايي عسکر به هېڅ وخت له افغانستان و نه وځي.

نوموړي ویلي«اشرف غني ډاډه و، چې امریکايي عسکر به دلته پاتې کېږي او له چین او روسیې سره د سیالۍ په پار به د ده د حکومت ساتنه هم کوي.»

خلیلزاد وایي د محمد اشرف غني اکثره محاسبات همداسې غلط و او د افغان ځواکونو په اړه یې هم اټکل او محاسبه بې ځایه وه.

نوموړي یو ځل بیا د روان وضعیت ټول مسوولیت د اشرف غني پر ناسمو محاسباتو، بېځایه ټینګارونو او د ده له لوري د سولې په لار کې پر خنډونو جوړولو اچولی دی.

دغه پخوانی امریکايي دیپلومات زیاتوي، غني د سولې په برخه کې د هېڅ پرمختګ هرکلی نه کاوه او یوازې د خپل حکومت د ساتلو لپاره هرې پرېکړې ته تیار و.

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان او ان په امریکا کې د افغانستان د اوسنی وضعیت تر ټولو ستر لامل خلیلزاد او د دوحې تړون بولي.

څو ورځې وړاندې د مخکني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل ټوېټر پاڼه د خلیلزاد دغه ډول څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و، چې خلیلزاد دې د خپل بام واوره د بل پر بام نه اچوي.

ښاغلي صالح لیکلي و، چې د افغانستان کې د اوسني ناورین او د دوکه ورکوونکې طرحې اصلي طراح خلیلزاد وو.

د صالح په وینا خلیلزاد د استراتېژيک پلوه جمهوریت د قربانۍ ګډ باله چې د حلالولو تر وخته یې ترې ساتنه کوله، خو په وینا یې خلیلزاد اوس په دې ډول مرکو سره د دغه ماتې بوی نه شي پاکولی.

نوموړی د دې پر ځای چې خلیلزاد ځان ملامت او د دغه ناورین خاوند وبولي لا هم هڅه کوي، چې افغانان د مجرم لوري په توګه معرفي کړي، پر زخمونو یې مالګې وپاشي، له اړتیاوو او ناهیلیو یې ناوړه ګټه واخلي.

صالح د پوښتنې په ډول له خلیلزاد سوال کړي، چې ولې د کویټې شورا کلمه ورکه شوه؟ یا دې دوحې تړون پر څلور واړه ټکو توافق یا یو هم نه څه شو؟

دغه پخوانی افغان چارواکی د خلیلزاد څرګندونو ته پر داسې مهال توند غبرګون ښيي، چې خپله لوړ پوړو امریکايي پوځي چارواکو هم منلې، چې د دوحې تړون په افغانستان کې د نظام او افغان پوځ د پاشل کېدو اصلي لامل وو.

دا خبره د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکنزي د امریکا د کانګرس په یوه غونډه کې په ښکاره ټکو کړې وه.

پر دغه امریکايي پوځي چارواکو سربېره ګڼ شمېر امریکايي سناتورانو او استازو هم ویلي، چې خلیلزاد په خپله دنده کې بریالی نه و او بایډن ادارې باید له افغانستان تر وتلو مخکې له هغه دا دنده اخیستی وای.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي