۰

قزاقستان افغانستان ته د غلو دانو د صادراتو ژمنه کړې ده

پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۲
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان په اړه یې له قزاقستاني دیپلومات سره خبرې کړې دي.
قزاقستان افغانستان ته د غلو دانو د صادراتو ژمنه کړې ده
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان په اړه یې له قزاقستاني دیپلومات سره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ویلي،، د افغانستان لپاره یې د قزاقستان له ځانګړي استازي غوښتي چې افغانستان ته د غلو دانو او غنمو صادرات پيل کړي.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې د قزاقستان له ځانګړي استازي سره یې پر افغان سولې هم خبرې کړې او په دې برخه کې  یې ترې د همکارۍ غوښتنه کړې  ده.

نوموړی زیاته کړې،  دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت او همدا راز د سولې به برخه کې د قزاقستان د رول او همکارۍ په اړه هم خبرې کړې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، قزاقستاني لوري په یادو شوو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي