۰

د امریکا دفاع وزیر: طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي

شنبی ۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۹
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې د تاوتریخوالي په شدت کې کموالی راولي او کړې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
د امریکا دفاع وزیر: طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې د تاوتریخوالي په شدت کې کموالی راولي او کړې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ایسپر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، امریکا، متحدین یې او ناټو غواړي چې طالبان د تاوتریخوالي کچه کمه کړي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره شرایط برابر شي.

مارک ایسپر ټینګار کړی دی چې ټول لوري باید د افغان سولې لپاره له برابر شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ناټو هم تېره ورځ پر طالبانو د اوربند غږ وکړ او نن سهار زلمي خلیلزاد د دغې غوښتنې هرکلی او ملاتړ وښود.

ناټو ویلي د طالبانو د تاوتریخوالي اوسنۍ اندازه د منلو نه ده او دغه ډله باید تاوتریخوالی کم او مذاکراتو ته شرایط برابر کړي.

ناټو پرون جمعه د غوايي ۵ مه په یوه اعلامیه کې ټینګار کړي، چې طالبان دې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او مذاکراتو ته غاړه کېږي.

په اعلامیه کې د افغان حکومت له لوري د بین الاافغاني خبرو لپاره د مرکچي پلاوي ټاکل هم ستایل شوي او له طالبانو یې غوښتي چې له ځنډ پرته دې له دغه پلاوي سره مذاکرات پیل کړي.

اعلامیه وايي، د بین الاافغاني مذاکراتو پیل د امریکا- طالبانو د تړون مهمه برخه ده او ټولې غاړې باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

په اعلامیه کې همدغه راز له ټولو سیاسي مشرانو او د هغوی له پلویانو غوښتل شوي‌ دي چې خپل مخالفتونه حل کړي،‌ یو همه شمول حکومت دې جوړ او د سولې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي.

ناټو له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي‌ چې د بندیانو د پرېښودو لړۍ دې تیزه کړي او د اوربند په اړه دې د نړیوالو غوښتنه ومني.

د ناټو په اعلامیه کې دغه سازمان یو وار بیا له افغانستان سره او افغان ځواکونو سره د خپلو مرستو په دوام ټېنګار کړی دی.

همدا راز د اسلامي همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو تر څنګ د افغان ولسمشر ټینګار هم د روژې په اوربند متمرکز دی، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې او غیر معقوله یې بللې ده.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي«اسلامي امارت له امریکا سره دتوافقنامې په لاسلیک هغه جامع مکانیزم ومانه، امنیت شورا اوبین المللی ټولنې هم تایید کړ چې که عملي شي موږ اوربند اوسولې ته رسوي. دکرونا له امله زرګونه بندیان په خطرکې اچولو او دتوافقنامې دبشپړ تطبیق اودسولې پروسې دمخنیوي با وجود اوربند غوښتل معقول ندی.»

د یادونې ده دا څوم ځل دی، چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او افغان حکومت له خوا پر طالبانو د اوربند غږ کېږي خو طالبانو هر ځل دغه غوښتنه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي