۰

ټرمپ: د روان کال تر پایه به د کرونا واکسین جوړ کړی شو

دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۲
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، باوري دی چې امریکا به د روان کال تر پایه د کورونا وېروس واکسین جوړ کړي.
ټرمپ: د روان کال تر پایه به د کرونا واکسین جوړ کړی شو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، باوري دی چې امریکا به د روان کال تر پایه د کورونا وېروس واکسین جوړ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي له فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې ویلي، د روان کال تر پایه یا د راتلونکي کال په پیل کې به امریکا د واکسینو په جوړولو بریالۍ شي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دغه ویروس د انسان له لوري جوړ شوی دی او امریکا به په دې تړاو هر اړخیزې څېړنې کوي او ټول معلومات به له نړیوالو سره شریکوي.

د نړۍ ساینسپوهان د کرونا واکسین په جوړولو کې سره سیالي کوي، خو ډېری کارپوهان هیله من دي چې دا واکسین به په ۲۰۲۱ کال په پراخه پیمانه تیار کړل شي.

ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، په امریکا کې د کرونا وبا له امله د مړو شوو کسانو شمېر تر ۶۸ زره کسانو اوښتی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې په دغه هېواد کې ۱۱۸۸۱۲۲ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې ۶۸۵۹۸ یې مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۶۶۱۱۱ ته رسېدلی دی. له دې ډلې ۲۴۸۲۸۵ کسان په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي