۰

افغان حکومت ۵۲ نور طالب زندانیان هم خوشي کړي دي

چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۵
افغان حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس ۵۲ تنه نور طالب زندانیان هم له بنده خوشي کړل.
افغان حکومت ۵۲ نور طالب زندانیان هم خوشي کړي دي
افغان حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس ۵۲ تنه نور طالب زندانیان هم له بنده خوشي کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبر د ملي امنیت شورا ددفتر ویاند جاوید فیصل نن پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې ورکړی دی.

نوموړي ویلي، د ولسمشر د حکم پر بنسټ او دغه راز د سولې په برخه کې د پرمختګونو په نیت یې تازه ۵۲ نور طالب زندانیان هم خوشي کړي دي.

په دې سره د ټولو خوشو شوو طالب زندانیانو شمېر ۹۰۲ کسانو ته ورسېد.

جاوید فیصل ویلي دوی پر طالبانو هم غږ کوي چې ژر تر ژره له دوی سره شته ملکي او نظامي بندیان خوشي کړي، تاوتریخوالی کم کړي او سولې ته تیار شي.

فیصل داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تازه طالبانو هم د افغان حکومت د شلو بندیانو له خوشي کولو خبر ورکړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، دغه ۲۰ تنه زندانیان یې په کندهار ولایت کې خوشي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي