۰

خلیلزاد له هندي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې

جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۸
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره هم په افغان سوله خبرې کړې دي.
خلیلزاد له هندي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره هم په افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون پنشنبې هند ته تللی او د هند د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د افغانستان د سولې په تړاو مفصلې خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي خلیلزاد افغان سوله کې د وروستیو تحولاتو په تړاو یې هندي چارواکو ته معلومات ورکړي دي.

خلیلزاد په داسې حال کې هند سفر کړی او نن به پاکستان ته ولاړ شي چې تېره ورځ یې له طالب مشرانو سره په دوحه کې لیدنه کړې وه.

د یادونې ده، چې زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب مشرانو سره د بشردوستانه اوربند، تاوتریخوالي کمولو، د افغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیل او د بندیانو د تبادلې پر چټکولو تر لیدنو کتنو وروسته هند ته تللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي