۰
ملي امنیت:

طالبانو په تېرو دوه نیمو میاشتو کې کابو ۴ زره بریدونه تر سره کړي دي

چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۵
د افغانستان ملي امنیت په کابل او ننګرهار کې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو په تېرو دوه نیمو میاشتو کې نېږدې ۴ زره بریدونه سره کړي دي.
طالبانو په تېرو دوه نیمو میاشتو کې کابو ۴ زره بریدونه تر سره کړي  دي
د افغانستان ملي امنیت په کابل او ننګرهار کې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو په تېرو دوه نیمو میاشتو کې نېږدې ۴ زره بریدونه سره کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه اعلامیه کې، چې نن چهارشنبې د غوایي ۲۴ مه د یاد ریاست نه خپره شوې  راغلي،  طالبانو د (۱۰ حوت ۱۳۹۸ تا ۲۲ ثور ۱۳۹۹) نه په افغانستان کې ۳۷۱۲ بریدونه تر سره کړي دي.

د ملي امنیت ریاست ویلي، په دغه بریدونو کې د افغان امنیتي او  دفاعي ځواکونو په ګډون ۴۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۴۸ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې یاد ریاست دا هم ویلي، سره له دې چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې خو د طالبانو د بریدونو د مخنیوي په خاطر یې ۱۵۹۳ عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۲۱۳۴ طالبان وژل شوي ۱۶۹۱ یې ټپیان  او ۱۷۳ نور یې نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې په تیرو دوو اونیو کې په جګړو کې زیاتوالی راغلی دی.

طالبانو د اوږدې مودې وروسته په څو ولایتونو کې پر افغان امیتي ځواکونو د بریدونو مسولیت هم په غاړه اخیستی دی.

پرون په کابل کې په روغتون وسله وال برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي خو په ننګرهار کې بیا د جنازې په مراسمو په شوي ځانمرګي برید کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.

افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي خو وسله والو طالبانو په دغه بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي