۰
افغان حکومت:

د سولې اصلي خنډ طالبان دي، چې ترهګرۍ ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې

شنبی ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۳
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، طالبان د سولې په مخه کې اصلي خنډ او د تاوتریخوالي د دوام عاملان دي.
د سولې اصلي خنډ طالبان دي، چې ترهګرۍ ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، طالبان د سولې په مخه کې اصلي خنډ او د تاوتریخوالي د دوام عاملان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبانو په څو څو وارې د اوربند په اړه د افغانانو، نړیوالو او دولت غوښتنه ردکړه.

نوموړي ویلي، دا طالبان دي چې د ترهګرو ډلو لپاره یې د فعالیت خوندي بستر برابر کړی دی او اوس دا ډله د کابل او ننګرهار د بریدونو له جنایته خپلې اوږې نه شي څنډلای.

دی وايي، طالبان په مختلفو ډولونو د دا ډول بریدونو او تاوتریخوالي تر شا لاس درلودلی دی او په اسانۍ برائت نشو ورکولای.

صدیق صدیقي وايي، افغان دولت هېڅ شاته تګ نه دی کړی بلکې د باعزته سولې د ټینګښت لپاره لا هم ژمن دی او په دې اړه یې اساسي ګامونه پورته کړي دي.

هغه زیاته کړې«د افغان حکومت اراده سوله ده، خو طالبانو جګړه انتخاب کړې ده، زموږ ځواکونه به د خپلو خلکو د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته کلک ودرېږي.»

داسې ښکاري چې صدیق صدیقي دا څرګندونې د طالبانو د هغې نننۍ اعلامیې په غبرګون خپرې کړې دي چې طالبانو ویلي وو د وروستیو بریدونو پلټنه دې وشي ځکه په افغان حکومت کې ځینې کړیو د طالبانو د بدنامۍ لپاره د کابل او ننګرهار بریدونه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي