۰

دفاع وزارت:هلمند کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي عملیاتو پر مهال د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت:هلمند کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي عملیاتو پر مهال د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د غوايي ۲۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک د هلمند په نهرسراج او سنګین ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

سرچینه وايي، نهرسراج کې د ځمکنیو او هوايي بریدونو پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي او په سنګین ولسوالۍ کې بیا ۱۴ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او څو مرکزونه یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان ځواکونو دا عملیات وروسته له هغې کړي، چې کابل او ننګرهار کې وروستیو خونړیو بریدونو کابو ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

له دغه بریدونو وروسته ولسمشر غني افغان ځواکونو ته له دفاعي حالت څخه د وتلو امر وکړ او ویې ویل، چې نور خپله توره له تېکي وباسي او پر دښمن مرګوني بریدونه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي