۰

فاریاب کې ۲۳ طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي

شنبی ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۶
ملي دفاع وزارت په فاریاب ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د ۲۳ وسله والو طالبانو د تسلیمېدو خبر ورکوي.
فاریاب کې ۲۳ طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي
ملي دفاع وزارت په فاریاب ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د ۲۳ وسله والو طالبانو د تسلیمېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د غوايي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان نن سهار افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان ملا اکرم له ۲۳ ملګرو سره یو ځای د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې د سیمه ییزې اردو یوه ټولي ته د وسلو او مهماتو سره ځان تسلیم کړی دی.
 
خبرپاڼه وايي، ملا اکرم له څو کلونو راهیسې د طالبانو په لیکو کې فعالیت درلود او اوس یې د حقیقت په درک کولو سره خپله لار له طالبانو بېله کړه.

په خبرپاڼه کې د ملا اکرم له قوله ویل شوي، چې  د طالبانو لار غلته ده، ځکه د پاکستان په امر خپل خلکو او هېواد ته زیان رسوي.

دغه طالب قوماندان افغان ځواکونو ته دا هم ویلي، چې په وار وار یې ترهګرو جنایتونه لیدلي نو ځکه یې له خپل امر لاندې کسانو سره پرېکړه وکړه، چې له افغان حکومت سره یو ځای او نور د ده په خبره د بهرنیو مزدوران پر وړاندې ودرېږي او خپل ولس د هغوی له وحشت څخه وساتي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي