۰

ایران سیند ته د افغان کارګرو د اوچولو پېښې څېړلو لپاره کابل ته پلاوی لېږي

پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۲
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران به د بهرنیو چارو وزارت په کچه لوړ پوړی پلاوی سیند ته د افغان کارګرو د اچولو پېښې په اړه پلټنې لپاره راولېږي.
ایران سیند ته د افغان کارګرو د اوچولو پېښې څېړلو لپاره کابل ته پلاوی لېږي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران به د بهرنیو چارو وزارت په کچه لوړ پوړی پلاوی سیند ته د افغان کارګرو د اچولو پېښې په اړه پلټنې لپاره راولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی چې مشري یې محسن بهروند کوي له افغان لوري سره په ګډو څیړنو کې برخه واخلي.

د اعلامیې له مخې د ایراني پلاوي مشري به د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو او حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند په غاړه ولري خو دا نه دي ویل شوي چې دا پلاوی به کله افغانستان ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا تحقیقات کولی شي چې د پېښې تیاره اړخونه روښانه کړي او د دواړو لوریو ترمنځ وروستۍ پرېکړې ته لاره خلاصه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د حمید طهماسي په مشرۍ د افغان حکومت پلاوي د اسنادو له مخې تایید کړېده چې ایراني لوري د هریرود سیند ته ۵۷ افغانان له شکنجو وروسته غورځولي دي، خو د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې وویل چې ایران یې دا اسناد نه دي منلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي