۰
خلیلزاد:

له طالبانو مې غوښتي چې تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي

پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۴
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو یې په کلکه غوښتي، چې تاوتریخوالی کم او د دایمي اوربند لپاره زمینه برابره کړي.
له طالبانو مې غوښتي چې تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو یې په کلکه غوښتي، چې تاوتریخوالی کم او د دایمي اوربند لپاره زمینه برابره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په ټوېټ پیغامونو کې زیاته کړې، د طالبانو له سیاسي مشرانو او ملا برادر سره یې درې مهم او رغنیز بحثونه لرلي دي.

نوموړي ویلي، له طالبانو یې غوښتي چې د سولې هوکړې ته دې ژمن پاتې شي، بین الافغاني خبرې دې پيل کړي تاوتریخوالی دې کم کړي او ورو ورو دې دایمي اوربند ته لارپرانیزي.

خلیلزاد وايي، د امریکا هوکړه له دې سره تړلې چې طالبان باید د ترهګرۍ پر وړاندې اقدام وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې پيل کړي.

د هغه په وینا له دواړو لورو غواړي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي ځکه د روانې جګړې زیان یوازې عامو افغانانو ته اوړي.

خلیلزاد ویلي طالبانو هوکړې ته پر خپله ژمنتیا ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې وروستي مسایل به له خپلو مشرانو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي