د ملي امنیت شورا اعلان وکړ، چې افغان حکومت د ښه نیت له مخې نن ۹۰۰ نور طالب زندانیان هم خوشي کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن سه شنبې د غبرګولي ۵ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي« د افغانستان دولت به د سولې پروسې د بریالیتوب، د اوربند د دوام، له طالبانو سره د مخامخ خبرو او ښه نیت له مخې نن ۹۰۰ طالب زندانیان خوشي کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې افغان حکومت پرون د اختر دوهم هم ۱۰۰ تنه طالب زندانیان له بګرام زندان څخه خوشي کړل.
د دغه زندانیانو د خوشي کېدو فرمان ولسمشر غني د اختر په ورځ له هغې وروسته ورکړ، چې طالبانو په اختر کې درې ورځني اوربند ته غاړه کېښوده.
د طالبانو له خوا د اوربند کولو هرکلی ولسمشر غني وکړ او ویې ویل، چې د ښه نیت په موخه به ډېر ژر ۲۰۰۰ طالب زندانیان خوشي کړي.
طالبانو هم د ولسمشر غني له خوا د زندانیانو د خوشي کولو د اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د سولې پروسې د چټکتیا او مخامخ خبرو لپاره اړینه ده، چې زندانیان خوشي شي.
باید و ویل شي، چې امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې هم د طالبانو له خوا د اوربند او د ولسمشر غني له خوا د ۲۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشي کولو هرکلی وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل