۰

ملي امنیت شورا د لویو لارو په امنیت خبرې کړې دي

دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۷
د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د امنیتي بنسټونو لوړ پوړو چارواکو سره د لویو لارو په امنیت خبرې اترې کړې دي.
ملي امنیت شورا د لویو لارو په امنیت خبرې کړې دي
د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د امنیتي بنسټونو لوړ پوړو چارواکو سره د لویو لارو په امنیت خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا نه خپاره شوي، معلومات وايي، په دغه ناسته کې د هېواد عمومي امنیت او په ځانګړي ډول د لویو لارو امنیت وارزول شو.

په دغه ناسته کې امنیتي چارواکو ویلي، د یو لړ اندېښنو په موجودیت سره د لویو لارو په تېره بیا شمال سره تړلې لارې په ارتباط اقدامات شوي، چې د دښمن د تحرکاتو مخه په کې ونیول شي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امنیتي بنسټونو چارواکو ته ټینګار کړي، چې باید د افغانستان د لویو لارو امنیت ته پام وشي او پرېنښودل شي چې په لاره تېرېدونکو خلکو ته ستونزې پیدا شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي