۰

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېرر له ۱۳ زرو واوښت

پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۶
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، افغانستان کې د کرونا ویروس د ۵۸۰ تازه پېښو په ثبتېدو سره پر دغه ناورغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۳ زره تنو واوښت.
افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېرر له ۱۳ زرو واوښت
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، افغانستان کې د کرونا ویروس د  ۵۸۰ تازه پېښو په ثبتېدو سره پر دغه ناورغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۳ زره تنو واوښت.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن پنشنبې د غبرګولي ۸ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۰۷۲ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۵۸۰ هغه یې مثبتې وې.

مجروح زیاته کړه، چې د ۵۸۰ تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳۰۳۶ تنو ته ورسېده.

دغه  راز نوړي و ویل، چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا له امله ۸ تنه مړه شوي، چې ورسره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۳۵ تنو ته ورسېده.

دی وايي، په همدې موده کې بیا ۶۵ تنه له دغه ناروغۍ روغ شوي، چې د ټولو روغو کسانو شمېر ۱۲۰۹ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال زیاتوي، دا چې په دې وروستیو کې د کرونا پېښې زیاتې شوې، لامل یې په اختر کې د خلکو له خوا ګڼه ګوڼه او روغتیايي توصیو ته نه پاملرنه ده.

هغه یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که خلک کرونا جدي ونه نیسي او د روغتیا وزارت لارښوونو ته پاملرنه ونه کړي له ناورین سره مخ کېدونکي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي