د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیا پر نړیوال سازمان یو ځل بیا کلکې نیوکې کړې او له دغه سازمان سره یې د امریکا اړیکې پرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې و یلي، واشګټن سر له جمعې چې د می ۲۹ مه وه، له روغتیا نړیوال سازمان سره رسمآ خپلې اړیکې پرې کړې.
هغه ویلي، اړیکې یې په دې خاطر پرېکړې، چې د روغتیا نړیوال سازمان ونه توانېدی د اړتیا وړ وړاندې شوي اصلاحات تر سره کړي.
ټرمپ ویلي«موږ نن ورځ د روغتیا نړیوال سازمان سره خپلې اړیکې قطعه کړې او له دغه سازمان سره برابرې شوي مرستې به د اړتیا وړ نورو نړیوالو روغتیايي برخو کې مصرف کړو.»
ده ادعا کړې، چې چین د روغتیا پر نړیوال سازمان باندې پوره کنټرول لري او د امریکا متحده ایالاتو په مقایسه چې د روغتیا نړیوال سازمان سره ۴۵۰ میلیون ډالره مرسته کوي، چین له دغه سازمان سره یوازې له کاله ۴۰ میلیون ډالر مرسته کوي.
دی وايي، بیجینګ د کرونا ویروس خپرېدو په اړه نړیوال په جریان کې نه وه اچولې چې په وینا یې دا کار د دې لامل شوو چې په ټوله نړۍ کې پنځه میلیونه کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.
که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان د ټرمپ د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د واشنګټن ورته انتقادونه رد کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کرونا ویروس له پیدا کېدو سره یې د یاد ویروس مخنیوي په برخه کې شپه او ورځ هلې ځلې کړې او د دغه سازمان ټول غړې هیوادونه یې د دغه ویروس په اړه خبر کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل