۰
د روسیې سفیر:

له افغانستان سره پراخې او پیاوړې اړیکې غواړو

یکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
په کابل کې د روسیې نوي سفیر دمیتري ژیرنوف وايي، هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه کوي.
له افغانستان سره پراخې او پیاوړې اړیکې غواړو
په کابل کې د روسیې نوي سفیر دمیتري ژیرنوف وايي، هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دمیتري ژیرنوف دغه څرګندونې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي مسکو له کابل سره د پراخو او کلکو اړیکو غوښتونکی دی او غواړي په افغانستان کې د سولې په روانه پروسه کې همکاري وکړي.

حنیف اتمر هم په دې لیدنه کې ویلي چې روسیه او افغانستان تاریخي اړیکې لري او اوس په سیمه کې روان وضعیت ته په کتو دغه اړیکې باید د بل هر وخت په پرتله سره نږدې او پیاوړې شي.

دواړو لورو د اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني هم  پرون د روسیې د نوي سفیر د باورلیک منلو په کتنه کې و و یل، چې افغانستان غواړي له روسیې سره د اړیکو نوی باب پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي