۰

یوناما: امنیت شورا دې د بشردوستانه مرستو لپاره لا ډېر اقدامات وکړي

پنجشنبه ۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۸
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولی یا مرستندویه دفتر د افغانستان په اړه د امنیت شورا له تازه پرېکړې هرکلی کړی خو وايي، په دغه هېواد کې د بشري ناورین د مخینوي لپاره لا ډېرو اقداماتو ته اړتیا ده.
یوناما: امنیت شورا دې د بشردوستانه مرستو لپاره لا ډېر اقدامات وکړي
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولی یا مرستندویه دفتر د افغانستان په اړه د امنیت شورا له تازه پرېکړې هرکلی کړی خو وايي، په دغه هېواد کې د بشري ناورین د مخینوي لپاره لا ډېرو اقداماتو ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره دې امنیت شورا لا ډېر اقدامات وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې خاطر لا ډېرو اقداماتو ته اړتیا ده، چې په دې کار سره د افغانستان د خلکو ستونزې په بشپړه توګه نه شي حل کېدلی.

یوناما وايي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په کار ده داسې ګامونه پورته کړي چې په ترڅ کې یې دغه هېواد له اقتصادي بحران وژغورل شي.

سرچینې ټینګار شوی چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او ملګري ملتونه په دې لټه کې دي چې د اړمنو لپاره لا ډېرې مرستې راټولې کړي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون چهارشنبې د مرغومي اوله په خپله غونډه کې د افغانستان په اړه د امریکا وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ.

د دغه پرېکړې له مخې نړیوال مرستندویه بنسټونه او هېوادونه کولی شي په ډاډه زړه خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي.

امنیت شورا وایي افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی نو له همدې امله د افغانستان له خلکو سره اقتصادي او بشردوستانه مرستې له هر ډول خنډونو او بندیزونو خوندي دي.

سرچینې همدا راز ویلي چې دغه مرستې باید د نوي حکومت هغو اداراتو او چارواکو ته و نه رسېږي چې له بندیزونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، باید بشردوستانه مرستې پر وخت اړمنو کسانو ته ورسېږي او دوی ټینګار کړی چې د افغانستان پر نوي حکومت به یې بندیزونه دوام کوي او پوره احتیاط به کېږي چې له مالي سرچینو استفاده و نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي