۰

د کابل خونړۍ برید او راپارېدلي غبرګونونه

یکشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۴
په کابل کې د ښوونځي پر ماشومانو پروني خونړي برید چې په کې کابو دوه سوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده توند غبرګونونه راپارولي دي.
د کابل خونړۍ برید او راپارېدلي غبرګونونه
په کابل کې د ښوونځي پر ماشومانو پروني خونړي برید چې په کې کابو دوه سوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده توند غبرګونونه راپارولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دا برید د طالبانو کار بللی وایی، دغه ډلې د نامشروع جګړې په تشدد یو ځل بیا وښوده، چې د افغانستان روان بحران ته د سوله ییز حل اراده نه لري، بلکې غواړي په لوی لاس سوله سبوتاژ کړي.

ښاغلي غني ویلي، د طالبانو دغه برید ښکاره بشري جنایت او د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی، چې د قرانکریم د نزول په شپه کې یې هم پر بې ګناه انسانو رحم ونه کړ.

نوموړي طالبان حیوان صفته بللي وايي، دا چې دغه ډله د جګړې به ډګر د افغان ځواکونو سره د مخامخ کېدو توان نه لري نو پر عامه ځایونو او بې ګناه ملکي وګړو یې په قصدي او بې رحمه توګه بریدونه پیل کړي دي.

د ښاغلي غني دویم مرستیال سروردانش هم دا برید د طالبانو کار بللی وایی، دومره خونړۍ برید په سیمه کې د بلې ترهګرۍ ډلې په توان کې نشته، چې ویې وکړي.

دانش له نړیوالې ټولنې او بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې طالبان او ملاتړ یې د دغه عمل له امله مجازات کړي او ټول مشران یې له سره تور لېست ته واچوي.

دغه راز دانش زیاته کړې، چې په هېواد کې د سولې تر نامه لاندې روانه پروسه طالب او د هغه انساني ضد جنایتونو ته له مشروعیت ورکولو پرته بل څه نه دي، چې له سره باید پرې غور وشي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ځینو سیاسي ګوندونو، یو شمېر بنسټونو، د امریکا سفارت او ځینو نورو هېوادونو هم دا برید په کلکه غندلی او دا یې ښکاره بشري جنایت بللی دی.

د یادونې ده، چې د کابل لوېدیځ ته د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي په سیمه کې د سیدالشهدا په نوم د نجونو ښوونځي مخې ته پرون شنبې د غوايي ۱۸ مه مازیګر څلورنیمې بجې درې پرلپسې چاودنې وشوې، چې ویل کېږي لومړی یې موتر بم وو.

په دغه چاودنه کې د کورنیو چارو وزارت په وینا ۳۰ تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي، خو رویټر وايي، په چاودنو کې ۵۲ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

وژل شوی او ټپیان ټول ملکي وګړي دي، چې زیاتره یې د یاد ښوونځي زده کوونکي دي.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړی او دا برید یې غندلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي