۰
خلیلزاد:

د سولې چانس زیات دی، د بین الاافغاني خبرو پر نېتې او ځای کار روان دی

سی شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۰
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې چانس زیات دی او اوس د بین الاافغانی خبرو پر ځای او نېټه خبرې روانې دي.
د سولې چانس زیات دی، د بین الاافغاني خبرو پر نېتې او ځای کار روان دی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې چانس زیات دی او اوس د بین الاافغانی خبرو پر ځای او نېټه خبرې روانې دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سولې تر خبرو وړاندې د بندیانو خلاصون اړین دی.

خلیلزاد زیاته کړې، چې په افغانستان کې له کمکي اختر راوروسته د تاوتریخوالي اندازه په نسبي ډول کمه شوې او هیله ده، چې  بالاخره به د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو لور ته ګام واخستل شي.

هغه ویلي«موږ اوس په ښه حالت کې یو، د بین الاافغاني خبرو د پیل پر نېټه او ځای کار روان دی، هیله د دغه خبرو پر لور مخکې  ولاړ شو.»

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت او طالبان وايي، دوی د بین الاافغاني خبرو پیل ته پوره چمتوالی لري.

افغان حکومت وايي، د سولې د لپاره ټول اړین اقدامات کړي او لا هم جریان لري او تمه ده، چې ژر بین الاافغاني خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، دوی هم بین الاافغاني خبرو ته چمتو دي، خو په وینا یې شرط دا دی، چې  د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي