کورنیو چارو وزارت وایي، ایران ته تښتېدلي په قتل تورن پنځه کسان چې د ایراني پولیسو له لوري نیول شوي وو بېرته یې د افغانستان انټرپول پولیسو ته سپارلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د غبرګولي ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا پنځه کسان په هرات، کاپیسا او لوګر ولایتونو کې د څلورو کسانو تر وژلو وروسته ایران ته تښتېدلي وو.
سرچینه زیاتوي، چې یاد کسان نن بېرته د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ افغانستان ته استول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل