۰

ولسمشرغني پر طالبانو د اوربند د دوام غږ وکړ

چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د کوچیني اختر په مناست اعلان شوي اوربند ته د دوام ورکړي.
ولسمشرغني پر طالبانو د اوربند د دوام  غږ وکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د کوچیني اختر په مناست اعلان شوي اوربند ته د دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۴ مه کابل کې د وزیر اکبرخان د جامع جومات د وژل شوي امام ډاکتر محمد ایاز نیازي له جنازې د لیدنې پر مهال وکړه.

نوموړي په خپله وینا کې له طالبانو وغوښتل، چې له افراطي حرکتونو او ډلو ځان رابېل کړي تر څو بین الاافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې و ویل« د کوچني اختر پر مهال اوربند چې د خلکو د خوښۍ سبب شو، دوام ورکړئ، او خپل ځانونه له افراطي حرکتونو څخه جلا کړئ، تر څو ژر تر ژره د سولې مذاکرات پيل شي.»

باید و ویل شي، چې طالبانو په تېر کوچیني اختر کې درې ورځې اوربند اعلان کړی وو چې د حکومت په ګډون د خلکو او نړیوالو د هرکلي سره مخ او د دوام غوښتنه یې ترې  وکړه.

که څه هم دواړو لورو (حکومت او طالبانو) اوس مهال هم په نااعلان  شوي اوربند کې دي، خو بیا هم په ځینو ولایتونو کې د نښتو راپورونه ورکول کېږي، خو په  ټول کې تاوتریخوالی لږ څه  کم شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي