۰

خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو د سیمې په سفر راوتلی

شنبی ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۹
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د اورکم او سولې د خبرو په خاطر د سیمې په سفر راوتلی دی.
خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو د سیمې په سفر راوتلی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د اورکم او سولې د خبرو په خاطر د سیمې په سفر راوتلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون جمعه د غبرګولي ۱۶ مه په دې سفر راوتلی او دوحې ته رسېدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد به اسلام آباد او کابل ته هم سفرونه وکړي او هڅه به وکړي چې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو لپاره د افغان خواوو موافقه ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې خلیلزاد به د امریکا او افغانستان د ګډې اعلامیې او د طالبانو او امریکا د موافقې د ټولو ژمنو په ځانګړي ډول د تشدد د کمېدا او د بندیانو د خلاصون د عملي کېدو په اړه له ټولو خواوو سره د نظرتبادله وکړي.

خلیلزاد یو ځل بیا پر داسې مهال پر افغان سوله سیمې ته سفر پیلوي، چې تېر کوچیني اختر کې حکومت او طالبانو اوربند وکړ او له هغې وروسته حکومت دوه زره طالب بندیان او طالبانو یو شمېر افغان بندیان خوشي کړل.

د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته دواړو لورو اعلان وکړ، چې د بین الاافغاني خبرو لپاره چمتو دي.

له دې سره دا هم ویل کېدل، چې اوس د بین الاافغاني خبرو پر نېټه او ځای کار روان دی او ډېر ژر به دغه خبرې په یوه بهرني هېواد کې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي