۰

ښوونځي بیا رخصت او قرنطین درې میاشتې نور هم وغځېده

شنبی ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۴
افغان حکومت په تازه پرېکړه کې یو ځل بیا ټول دولتي او خصوصي ښوونځي رخصت اعلان کړي او تر راتلونکو دریو میاشتو پورې یې د قرنطین پلي کولو اعلان کړی دی.
ښوونځي بیا رخصت او قرنطین درې میاشتې نور هم وغځېده
افغان حکومت په تازه پرېکړه کې یو ځل بیا ټول دولتي او  خصوصي ښوونځي رخصت اعلان کړي او تر راتلونکو دریو میاشتو پورې یې د قرنطین پلي کولو اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پرېکړه د ولسمشر د دوهم مرستیال سروردانش په مشرۍ له کرونا سره د مبارزې کمېټې له خوا شوې ده او عامې روغتیا وزارت دنده لري چې دا کړنلاره داړوندو ادارو سره په ګډه په ټول هیواد کې پلې کړي.

په دغه پرکړه کې حکومت سر له سبا یک شنبې (د غبرګولي ۱۸ مه) مامورینو، ښاریانو او زده کوونکو لپاره د قرنطین نوې مقرره او لایحه پلې کړي.

د دې کړنلارې له مخې په بازارونو او کارځایونو کې د تګ راتګ پر مهال د ماسک کارول، د دوه متره واټن په پام کې نیول، له لسو تنو څخه د زیاتو کسانود راټولیدو مخنیوی، له کورونو څخه د پاخه عمر لرونکو نه وتل، پر ویروس ضد درملو د کارځایونو او تولیدي فابریکو د چاپیریال ککړول (ضدعفوني کول) او په دولتي ادارو کې د کار دوه وختونه (شفتونه) په پام کې نیول اړین دي.

د دې کړنلارې له مخې به ټول دولتي او خصوصي ښوونځي تر راتلونکو درې میاشتو پورې په حضوري بڼه رخصت وي خو په انلاین توګه کولای شي خپل درسونه او نورې چارې پر مخ یوسي.

حکومت وايي، که د درې میاشتو په موده کې د کورونا ویروس د خپریدو په مخنیوي کې بهبود او ښه والی راغی کابینه به په دې اړه بله پریکړه کوي.

همدارنګه د دې کړنلارې له مخې ټول هوټلونه، د ودونو، فاتحو او کنفرانسونو ځایونه او نورې کلتوري او ټولنیزې ناستې منع دي او هوټلونه کولای شي خپلو مشتریانو ته کورونو او د هغوې د غوښتنې ځایونو ته پاخه شوي خواړه ورواستوي.

په دې کړنلاره کې د ښاري بسونو او د ټولو هغه نقلیه وسایطو پر فعالیت بندیز لګیدلی چې له څلور تنو زیاتی سورلۍ لیږدوي.

همداراز خصوصي سکتور کولای شي چې د عامې روغتیا وزارت د سپارښتونو په بام کې نیولوسره خپل تولیدي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

حکومت دغه اقدام پر داسې مهال کوي، چې په هېواد کې کرونا ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او د یوه لوی انساني  ناورین د رامنځ ته  کېدو وېره یې پیدا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي