د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د کرونا ۱۶۵ مثبت پېښې ثبت شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت ویلي، دوی له تېرې ورځې راهیسې ۵۲۹ شکمنې پېښې څېړلې، چې ۱۶۵ یې مثبتې وې.
له یادو پېښو ۲۷ په هرات، ۱۹ کندهار، ۷ بلخ، ۳۴ پکتیا، ۷ ننګرهار،۲۱غزني،۱۰ خوست، ۷ لغمان،۴هلمند، ۱ سمنګان،۱۷ پکتیکا،۳ ارزګان او ۸ په نورستان ولایت کې ثبت شوي دي، خو په کابل کې بیا یوه هم نه ده ثبت شوې.
په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۶۱۶ تنو ته ورسېده.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۲۰ تنه مړه شوي هم دي، چې د ټولو کرونايي مړو شمېر ورسره ۷۰۳ ته ورسېده، او ۳۶۸ روغ شوي، چې د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ورسره ۱۰۶۷۴ تنو ته ورسېده.
جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض