امریکا وایي، طالبانو ته یې یو ځل بیا په مستقیمه توګه خبرداری ورکړی چې پر امریکايي ځواکونو برید و نه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنیو ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د قطر دفتر له مشر ملا برادر سره د هغو راپورونو پر سر هم خبرې کړې دي چې ګواکي روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکايي عسکرو د وژلو پر سر انعام ورکاوه.
پمپیو له طالبانو غوښتي چې د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي، تاوتریخوالی کم کړي او پر امریکایي ځواکونو برید و نه کړي.
طالبانو ډاډ ورکړی چې دوی د سولې هوکړې ته ژمن دي خو امریکايي لوري ته په کار ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
طالبانو هم ویلي، چې پمپیو او ملابراد د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د دغه خبر پخلی کړي ویلي، یې دي، چې په دغه کنفرانس کې طالب مشرانو ټيڼګار وکړ، چې دوی د بین الاافغاني خبرو پیل ته ژمن دي.
شاهین په یوه بیان کې ویلي
، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د وېډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د تطبیق، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړې.
په بیان کې د ملا برادر له قوله راغلي دي چې نوموړی وايي، د بندیانو په خلاصون کې ځنډ د بینالافغاني خبرو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
ملا برادر زیاته کړې، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د دولتي ځواکونو د پوستو جوړېدل او د پوځي کتارونو تېرېدل د حملو د زیاتېدو باعث شوي دي.
بیان وايي، ملا برادر همداراز له ګوانتانامو زندان څخه د پاتې افغان بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل