۰

د روسیې او امریکا اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي

چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
د امریکايي رسنیو له خوا د دې راپورونو چې ګڼې مسکو په افغانستان کې طالبانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې انعامونه ورکوي تر خپروولو وروسته، د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.
د روسیې او امریکا اړیکې نورې هم ترینګلې  شوې دي
د امریکايي رسنیو له خوا د دې راپورونو چې ګڼې مسکو په افغانستان کې طالبانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې انعامونه ورکوي تر خپروولو وروسته، د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسیې د امریکايي رسنیو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې او دا یې د امریکايي رسنیو له خوا جعل بللی دی.

د روسیې د ملي امنیت  شورا مشر نیکولای پاتروشف دې راپورونو ته په غبرګون کې ویلي«موږ ګډوډ نه یو، ستانې رسنۍ جعل کوي.»

 
پاتروشف وایي، د نیویارک ټایمز له لوري د روسیې او طالبانو په اړه د جعلي خبر تر خپرېدو وروسته د مسکو او واشنګټن اړیکې لا خرابې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، نیویارک ټایمز د افغانستان له وضعیته په ناخبرۍ داسې ادعا کړې ده چې هېڅ لوري ته د منلو نه ده.

دی زیاتوي، امریکایي رسنۍ جعلي خبرونه خپروي په داسې حال کې چې روسیې تل د دې هېواد د وروستیو تحولاتو په اړه منظمې خبرې کړې دي.
 
د روسیې د ملي امنیت شورا  مشر ویلي، امریکا ته په کار ده چې تر بندیزونو مخکې، شوې ادعاګانې په بشپړه توګه وڅېړي څو په یوه موضوع کې د دوی د پاتې راتلو تور په نورو ونه لګول شي.
 
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر ادعا وروسته پر روسیې تازه بندیزونه لګولي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي