۰

طالبانو د افغان حکومت ۱۷ نور زندانیان خوشي کړي دي

شنبی ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۳
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، طالبانو په غور ولایت کې د افغان حکومت ۱۷ نور زندانیان هم خوشي کړي دي.
طالبانو د افغان حکومت  ۱۷ نور زندانیان خوشي کړي دي
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، طالبانو په غور ولایت کې د افغان حکومت ۱۷ نور زندانیان هم خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شاهین په وینا دغه زندانیان پرون جمعه د چنګاښ ۲۰ مه خوشي شوي او ورسره کور ته د تګ مرسته هم شوې ده.

د طالبانو له خوا دغه شمېر زندانیان پر داسې مهال خوشي کېږي، چې لا هم د طالبانو او حکومت تر منځ د زندانیانو د خلاصون ستونزه نه ده حل شوې.

افغان حکومت وايي، ۵ زره طالب زندانیانو کې ۶ سوه هغه کسان دي، چې حق العبدي مسایل لري، یا هم بهرني جنګیالي دي او یا هم په نړیوال تور لېست کې دي.

حکومت ویلي، دوی د دغه زندانیانو پر ځای نور طالبان زندانیان خوشي کوي، خو طالبان ټینګار کوي چې د ورکړل شوي لېست له مخې باید زندانیان خوشي شي.

طالبانو دا هم ویلي، تر چې د زندانیانو پروسه بشپړه شوې نه وي، دوی بین الاافغاني خبرو ته چمتو نه دي.

خو افغان حکومت بیا وايي، طالبان د تاوتریخوالي پر زیاتولو سره د سولې پر وړاندې خنډ رامنځ ته کوي، او هیله دا ده، چې طالبان تاوتریخوالی راکم، بشردوستانه اوربند او بین الافغاني خبرو ته چمتو شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي