۰

اتمر او کابل کې د امریکا شارژادفیر پر افغان سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او کابل کې د امریکا سفارت شارژادفیر راس وېلسن پر افغان سوله خبرې کړي دي.
اتمر او کابل کې د امریکا شارژادفیر پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او کابل کې د امریکا سفارت شارژادفیر راس وېلسن پر افغان سوله خبرې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او ویلسن خبرې اترې پرون سه شنبې د چنګاښ ۳۱ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې شوې او دواړو د بین الاافغاني خبرو پر چټک پیل ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هې،اد وايي، دواړو لورو دواړو لورو د سولې د روان بهیر، د حکوومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې، د مذاکراتو د چټک پیل او تاوتریخوالي د کمېدو په اړه په تفصیل خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې د امریکا شارژادفیر راس وېلسن هم پرون پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې امریکا هیله لري بین‌الافغاني خبرې به ژر تر ژره پیل شي.

دغه راز پرون افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم په ښکېلو اړخونو غږ کړی و، چې ژر تر ژره د بین الافغاني خبرې پیل کړي.

که څه هم ټاکل شوې وه، دغه خبرې وړاندې پیل شوې وای، خو د بندیانو د خلاصون پر سر د دواړو لوریو تر منځ ستونزې تر اوسه د بین الاافغانی خبرو د پیل مخ نیولې.

طالبان د پنځه زره ټولو بندیانو په خوشي کولو ټینګار کوي، خو حکومت وايي، ۴۴۰۰ طالب بندیان یې خوشي کړي او ۶ نور ځکه نه خوشي کوي، چې له یوې  خوا حق العبدي مسایل لري او له بلې خوا سیمه ییزه او نړیواله اجماع یې هم د خلاصون په اړه نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي