امریکا، روسیې، چین او پاکستان په افغانستان کې پر دایمي اوربند او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ مذاکراتو په ژر پیلېدو موافقه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه موافقه پرون جمعه د چنګاښ ۲۱ مه پېکېنګ کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د ځانګړو استازو تر منځ په غونډه کې شوې ده.
په دې څلور اړخیزه ناسته کې د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد، د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف، د چین ځانګړي استازي ډینګ جیون او د پاکستان استازي ګډون کړی وو.
دوی څلور واړو په افغانستان کې پر دایمي اوربند موافقه کړې او پر وسله والو طالبانو یې غږ کړی، چې د افغان حکومت سره ژر تر ژره د سولې مذاکرات پیل کړي.
تر دې غوندې وروسته خلیلزاد په ټوېټر لیکلي په یاده غونده کې په افغانستان کې د تاوتریخوالې پر کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره سم د یو دایمي اوربند پر رامنځته کېدو موافقه وشوه.
هغه زیاته کړې«موږ موافقه وکړه چې د طالبانو، افغان حکومت، او نورو افغانانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات باید سمدستي پیل شي؛ دا مذاکرات باید ژر تر ژره د سولې یو چوکاټ وړاندې کړي؛ او د راتلونکي لپاره یو داسې همه شموله سیاسي طرح وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي.»
د غونډې برخوالو له نورو نړیوالو شریکانو هم غوښتي چې د مذاکراتو د پیلېدو سره سم په دغه پروسه کې ورګډ شي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې دا ځل پاکستان هم له دوی سره یو ځای شوی او له طالبانو یې غوښتي، چې مخامخ خبرې پیل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، چې په راتلونکي کې به د یادې غونډې د ګډونوالو شمېر هم زیات شي.
جمهورخبري آژانس:کابل