۰

هرات کې هوایي برید او د مرګ ژوبلې په اوړه یې ضد و نقیض راپورونه

پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۰
هرات کې د یوه خوشي طالب زنداني د هرکلي پر ګڼه ګونه هوايي، برید شوی، چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.
هرات کې هوایي برید او د مرګ ژوبلې په اوړه یې ضد و نقیض راپورونه
هرات کې د یوه خوشي طالب زنداني د هرکلي پر ګڼه ګونه هوايي، برید شوی، چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون سه شنبې د زمري اوله د هرات ولایت د ګذرې او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، خلک د یوه خوشي شوي طالب قوماندان قاري غلام نبي هرکلي ته راټول شوي  و، چې د افغان هوایي ځواک له خوا پرې برید وشو.

برید په دقیق ډول د ادرسکن او ګزره ولسوالیو ترمنځ د خم زیارت په ساحه کې شوی، چې د ځايي اوسېدونکو په وینا ملکي وګړو ته په کې هم مرګ ژوبله اوښتې.

ځینې ځايي اوسېدونکي وايي، برید د طالبانو پر یوه غونډه شوی چې ګڼ شمېر طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، خو یو شمېر بیا وايي، برید د واده په مراسمو شوی، چې کابو ۴۵ تنه په کې وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، برید د طالبانو په غونډه هغه مهال وشو، چې دوی غوښتل په هرات ښار کې بریدونه تر سره کړي.

فرهاد زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې کره شمېر یې  نه دی معلوم.

په ورته وخت کې د هرات د والي ویلي، د ادرسکن او ګزره ولسوالیو ترمنځ د استو په کلي کې د ملکي وګړو یو موټر د سړک د غاړې پر ماین ختلی او یو شمیر کسان په کې مړه او ټپیان شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي تائیدوي چې د ادرسکن ولسوالۍ څخه تر اوسه د دوو ماشومانو په ګډون درې ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم تاییدوي، چې برید خوشي شویو طالب بندیانو د هرکلي په غبرګون کې پر ملکي وګړو شوی دی.

احمدي وايي، راپورونه ښيي، چې په دغه برید کې ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي  او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي