۰

مایک پمپیو او ملابرادر د سولې په اړه خبرې کړې دي

سی شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
مایک پمپیو او ملابرادر د سولې په اړه خبرې کړې دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او په قطر کې  د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو او برادر د بین الافغاني خبرو او طالب بندیانو په اړه سره غېږېدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د دغه ویډیويي کنفرانس تایید کړی وايي، دفتر مشر ملاعبدالغني برادر اخوند او د قطر د دفتر نورو غړیو د امریکا له باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره د ویدیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې.

سهیل شاهین ویلي، ملا برادر او ورسره ملګري پلاوي د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د بین الافغاني خبرو د پیلېدو او روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د شاهین په وینا، دواړو خواوو د خبرو د پیل لپاره د طالبانو د پاتې بندیانو خلاصون مهم وباله.

د طالبانو ویندوی دا هم ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د طالبانو له لوري په اختر کې د اوربند د دوام هرکلی وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت ویلي، شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیان په دې خاطر نه خوشي کوي چې په لویو جرمونو کې ککړ دي او محکمو محکوم کړي دي.

ولسمشر غني د دغو بندیانو د خلاصون په اړه پرېکړه مشورتي لویې جرګې ته پرې ایښې چې ټاکل شوې ده د روان اسد په اوولسمه جوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي